ایکنانیوز راپور راکوي،د تهران کیهان ورځپاڼې د سورئې حالاتو ته په کتو سره، د بشري حقوقو د څارونکې د راپور په اساس یوه مقابله خپره کړې چي عنوان ئې دی: د جولاني رژیم ترهه ګري او په کوټ پتلون سره ئې د شکل بدلیدا.
په داسې حال کې چې ترکیه او لویدیځ په دې بوخت دي چې د داعش پخواني قاتل او جنایتکار مشر او د سورئې د اوسنی مشر ابومحمد الجولاني یوه تش په نامه ملائکه جوړه کړي، خو د سورئې لپاره د بشري حقوقو څارونکې وئيلي دي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په سورئې کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان د دغه جنایتکار جولاني د ټيم یا رژیم په لاس وژل شوي دي. له دې شمېرې څخه ۵۹ تنه ئې په زندانونو کې په شکنجو کې وژل شوي دي.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي،ځینو هیوادونو او امریکا ته د جولاني سفر ته په کتو سره داسي ښکاري، چي دا د یوه داسې همغږه بهیر نښه ده چې سوکه سوکه ابومحمد الجولاني ته له جنایتکار او ترهه ګر څخه د یوه مشر په توګه رواوالی ورکوي او له هغه یوه نوې څېره جوړوي. امریکا ته د الجولانې رسمي سفر او «د سورئې د موقت مشر » په توګه د هغه معرفي کول د،د دغې لړۍ پیلامه ده. د ټرمپ له خوا یو داسې اقدام چې جولاني له یوه « وسله وال ترهګر قومندان» څخه په یوه «حکومتي مقام» باندې بدلوي.
په دې وروستیو شپو ورځو کې د الجولاني یو داسي انځور خپور شوی دی، چي هغه د امریکا د سنټکام له قومندان سره د باسکټبال لوبې پر مهال ښئي، او هڅه کیږي له هغه یوه انساني او سپورټي څېره وړاندې شي. په دې ویډیو کې د امریکا د سنټکام قومندان جنرال برد کوپر او له داعش سره د تشې مبارزې نړیوال ائتلاف قومندان کوین لامبرت ښکاري.
په دې پېښو سره په هممهاله توګه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم اعلان کړی چي له دې وروسته، په دغه هیواد کې په جولانې پورې تړلې ضبط شوي شتمني به جولانې ته ورستانه کړي.
راپور زیاتوي، چي د ترکیې او امریکا دا اقدامات د سیمې لوبغاړو ته دا سیګنل مخابیره کوي چي امریکا او ترکیه د جولانې ملاتړي دي او غواړې دا کس له یوه ترهګر څخه د کوټ پتلون په اغوستلو سره د مدیریت وړ په یوه سیاسي مقام باندې بدل کړي.
په راپور کې ،امریکا ته د جولانې د سفر په هکله د یوې مشهورې امریکائي خبریالې غبرګون ته انعکاس ورکړل شوی او لیکل شوي دي: البته بې ځایه نه ده چې د یوې امریکائۍ ژورنالیسټې پیغام وڅیړو. «لورا لومر»، امریکا ته د الجولاني د سفر په غبرګون کې په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي: «الجولاني څومره امریکائي عسکر وژلي دي؟!
د داعش ترهه ګرو چې د جولاني په قومندانئ کې وه ، په سورئې کې ئې د ټولو مذهبي او دیني لږکیو د له مینځه وړلو په هڅو کې څومره بېګناه خلک قتلعام کړي دي ؟!
ټاکل شوې ده اوس هغه (یعني په دوشنبې ورځې ) په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره ګوري!
هلته چې ټاکل شوې د هغه ترهه ګر مخینه پاکه او بېاعتباره وښودل شي.
هغه بیا و ائي؛کله چې په دې وروستیو شپو ورځو کې د سورئې پولو ته تللې ومه،نو پوهه شومه چې د جولاني نوې کورنۍ نوم یعنې «الشرع» په عربي کې معنا «مشروعیت ورکول» دي!
له څېرې بدلولو رانیولې بیا تر نوي نامې پورې، ټوله یوه لوبه وه څو خلک وغولول شي چې ګواکې الجولاني د سورئې یو روا او مشروع ولسمشر دی ، نه یو داعشي قاتل، چې د ۲۰۲۵ کال تر مئ میاشتې پورې د امریکا حکومت د هغه د نیولو لپاره ۱۰ میلیون ډالر انعام ټاکلی و. یو ترهه ګر،حتی که سوټ یا کوټ پتلون و اغوندې، نو بیا هم ترهګر دی.